تازه خبرونه
په ننګرهار کې د داعش ۲۷ جنګیالي وژل شوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوته الوتکو د څو بریدو په پایله کې د داعش اووه ویشت تنه جنګیالي وژل شوي دي.
د ننګرهار والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وايي، دا برېدونه د تېرې شپې په اوږدو کې د اچین په مامند، ګیرو ، عبدالخېلو او مزدکي سیمو کې د داعش پرمرکزونو ترسره شوي دي.
هغه زیاتي، په دې بریدونو کې د داعش یو شمېر سپکې او درندې وسلې هم له منځه وړل شوي.
خوږیاڼي ټینګار کړی، چې په دې بریدونو کې ملکي خلکو ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی.