تازه خبرونه

په ننګرهار کې د دې ولایت لپاره د داعش نومول شوی والي ووژل شو

Published

on

د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د دې ولایت لپاره د داعش نومول شوی والي هدایت الله د ملي امنیت د ځانګړيو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.

د ننګرهار والي د رسنیو دفتر څرګنده کړې، چې تېره شپه( د لیندۍ ۱۳) د دې ولایت د چپرهار ولسوالۍ د للمې په اړوند سیمه کې داعش والي د ملي امنیت د ځانګړیو ځواکونو  په عملیاتو کې ووژل شو.

د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ هدایت الله نومی داعش والي د ځانمرګو واسکتونو د جوړلو مسوول هم و.  

د دغې خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي، چې د یادو عملیاتو په بهیر کې د داعش یو قومندان هم نیول شوی دی.

دغه راز څرګنده شوې، چې د دې ولایت د مرکز جلال آباد ښار د بیز اکمالاتي په اړوند سیمه کې د داعش یو بل قومندان قاري عبدالرحمن( قاري تمیم) هم وژل شوی دی.

Trending

Exit mobile version