تازه خبرونه
په ننګرهار کې د شخصي موخو لپاره د واکسینو مخه نیول کیږي- دیني عالمان
په جلال آباد کې سلګونه دیني عالمانو د واکسینو په تړاو د بحث لپاره یوه ناسته جوړه کړه. د دوی د اوږد بحث نچوړ دا شو، چې واکسین د مذهب له پلوه حرام نه، بلکې حلال دي او ځينې کسان له مذهب څخه په ګټه اخیستنه د شخصي ګټو لپاره د واکسینو د تطبیق مخه نیسي.
دې سلګونه دیني عالمانو پر خلکو غږ وکړ، چې د واکسینو په تطبیق کې له اړوند ادارو سره مرسته وکړي او خپل اولادونه په هره دوره کې واکسین کړي.
د ننګرهار د عامې روغتیا رییس داکتر نجیب الله کامه وال وايي، اوس هم په ننګرهار کې ځینې ډلې او یو شمېر کورنۍ د واکسینو د تطبیق لپاره مذهب مخکې کوي.
هغه زیاتوي؛ دغه راز غونډې کولی شي، چې د خلکو ذهن روښانه او خلک په ځینو برخو کې له اړوند ادارو سره همکارۍ ته اړ کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې دمګړۍ د ننګرهار په اچین، هسکه مینه، حصارک او بټی کوټ ولسوالیو کې شاوخوا دیارلس زره ماشومان له واکسینو پاتې کیږي.
پولیو یا ګوزڼ یوه ساري ناروغي ده، چې د واکسینو د نه تطبیق له کبله له پېنځه کالونو څخه کم عمره ماشون پرې اخته کیږي او د دایمي فلج لامل کیږي.
خبریال: رحمت الله زیارمل