تازه خبرونه

په ننګرهار کې د شولو پروسس ته فابریکه جوړه شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په ننګرهار کې د شولو پروسس فابریکي مسوولین وايي؛ دا په ختیځ ولایتونو کي د شولو د پروسس لومړنۍ فابریکه ده، چي په هرساعت کي ۵ ټنه وریجی پروسس او تیارولی شي.

د مسوولینو په وینا؛ دا فابریکه د  ننګرهار په بهسودو کې جوړه شوې، چې  یونیم میلیون امریکايي دالر لګښت پرې راغلی دی.

د فابریکې مشر غلام نبي زیاتوي؛د دغه لګښت ۱۵ په سلو کې د امریکا نړیوالې پراختیایي مؤسسې او نورې د فابریکې جوړوونکي شرکت سمیع ابراهیم لګولې دي.

نوموړي دا هم په ډاګه کړې، دا فابریکه په سیمه کې۴۰۰۰ بزګرو او کارګروته د کار زمینه برابروي. د ننګرهار کرنې ریاست وايي؛ ددغې فابریکې جوړیدلکولی شي، چې نور سوداګر هم په دې برخه کې پانګونې ته وهڅوي او د سیمې بزګر پر ځان بسیا کړي.

Trending

Exit mobile version