سوداگري

په ننګرهار کې د لیمو حاصلات ډېر شوي

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۴, ۱۳۹۹)

د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست څرګنده کړې، چې، په دې وروستیو کلونو کې د دې ولایت د لیمو بڼونه او حاصلات ډېر شوي دي.

د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مشر انعام الله ساپي ویلي: د ننګرهار خاوره، اوبه او هوا د لیمو ونو پالنې او روزنې ته مناسبه ده او پدې ولایت کې هر کال د لیمو بڼونه مخ پر زیاتېدو دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دې ولایت په ډېرو ولسوالیو کې د لیمو ګڼ شمېر بڼونه جوړ شوي، چې په سږنیو حاصلاتو کې یې د پام وړ ډېروالی راغلی دی.

هغه ویلي؛ د ننګرها ولایت د لیمو بڼونو سږني حاصلات نږدې پېنځه زره او ۹۰۰ ټنو ته رسیږي. دا په داسې حال کې ده، چې تېرکال د دې ولایت د لیمو حاصلات څه باندې پېنځه زره او ۱۰۰ ټنه ول.

د ننګرهار لیمو، د دې ولایت ترڅنګ نورو ولایتونو ته هم صادرېږي.

په ننګرهار ولایت کې د لیمو ډېر بڼونه شته او خلکو په خپلو کورونو او کروندو کې د لیمو ونې کېنولي او يا دلیمو بڼونه یې جوړ کړي دي؛ خو په تېرو څو کلونو کې د کرنې وزارت لخوا په دې ولایت کې د لیمو یو شمېر معیاري او سوداګریز بڼونه هم جوړ شوي دي.

د افغانستان ختیځ؛ ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونه مدیتراني اقلیم او د مالټو، نارنج او لیمو بڼونو لپاره مناسبه هوا لري.

Trending

Exit mobile version