تازه خبرونه

په ننګرهار کې د ملي امنیت پر موټریز کاروان چاودنې ۱۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۲, ۱۴۰۰)

ځایي چارواکو منلې، چې د چارشنبې پر سهار ۱۰بجې د دې ولایت د ملي امنیت د صفر ۲ قطعې پر موټریز کاروان چاودنې لږ تر لږه درې ملکي وګړي وژلي او ۱۲ نور ټپیان دي.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل ویلي، چې پېښه د جلال آباد ښار د  ۴ ناحیې په اړوند سیمه رامنځته شوې ده.

ننګرهار والي زیاته کړې، چې ملي امنیت ته تلفات اوښتي؛ خو هغه جزئیات ورنکړل.

په همدې حال کې یوې سرچینې آریانا نیوز ته ویلي، چې په چاودنه کې یو سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

تر دې دمه هیچا د دې پېښې مسولیت پر غاړه ندی اخیستی.

Trending

Exit mobile version