تازه خبرونه

په ننګرهار کې د ملي پوځ چورلکه راغورزېدلې – دفاع وزارت

Published

on

د افغانستان ملي دفاع وزارت نن (چارشنبه د لړم ۲۱) په ډاګه کړې، چې تېره شپه  په ننګرهار کې د ملي پوځ یوه چورلکه د تخنیکي ستونزو له کبله د الوتنې پرمهال د دغه ولایت په حصارک ولسوالۍ کې راغورزېدلې ده.

دغه وزارت زیاته کړې، چې پېښه تېره شپه د ۱۲ بجې رامنځته شوې، چې په  کې د چورلکې یوه عمله  او یو پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

په ننګرهار کې ځایي چارواکو ويلي، چې دوه افغان چورلکې تېره شپه د دې ولایت په حصارک ولسوالۍ کې راغورزېدلې دي.

د حصارک ولسوالۍ امنیتي سرچینو ويلي؛ چورلکې تازه دمي سرتېري او د دغې ولسوالۍ نوی ولسوال رالیږدولي وه، چې د الوتنې پرمهال راوغورزېده؛  ۱۰ کسان په کې ټپیان شول، چې نورو چورلکو کابل ته ولیږدول.

ننگرهار والي پېښه منلې؛ خو د جزئیاتو په اړه یې څه ندي ویلي.

عیني شاهدانو ويلي، چې راغورزېدلې الوتکې اوس هم د پېښې په ځای کې دي او امنیتي ځواکونو د پېښې ځای محاصره کړی دی.

طالبانو د ملي پوځ د دغو ام آی ـ ۱۷ ډوله چورلکو د رانسکورولړ پړه پر غاړه اخیستې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې په هلمند ولایت کې هم دوه چورلکې راوغورزېدې او پیلوتان یې مړه شول.

Trending

Exit mobile version