تازه خبرونه
په ننګرهار کې د نښلیدونکي ماین پر چاودنه یوه ښځینه ډاکټره وژل شوې
د ننګرهار پولیسو ویاند ویلي؛ نن سهار شپږبجې د دې ولایت په جلال آباد ښار کې دوه بېلابېلې چاودنې رامنځته شوي، چې د ننګرهار د حوزوي روغتون یوه ډاکټره یې وژلې او د یوه ماشوم په ګډون دوه نور ټپیان دي.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان زیاته کړې؛ لومړۍ ماین چاودنه د پېنځمې ناحیې د میرویس نومي د کور په دروازه کې رامنځته شوې، چې د کور ډېرې برخې ویجاړې او یو کس یې ټپي کړی دی.
د فرید خان د څرګندونو له مخې؛ بله ماین چاودنه د درېیمې ناحیې د عربانو ګولایي په اړوند سیمه کې پر رکشا پورې نښلول شوي ماین رامنځته شوې، چې د دې ولایت د حوزوي روغتون یوه ډاکتره صدف یې وژلې او یوماشوم ټپي دی.
تر دې دمه د پېښې مسوولیت چا ندی منلی.
دا په داسې حال کې ده، چې سې شنبه پر ورځ د انعکاس تلویزیون درې ښځینه کارمندانې هم په جلال آباد ښار کې د ناڅرګندو وسلوالو په دوه بېلابېلو بریدونو کې ووژل شوې، چې وروسته بیا داعش جنګیالیو د مسوولیت ادعا وکړه.