سیمه ییز خبرونه
په ننګرهار کې د ګاز ډبې چاودنې ۹ ماشومان مړه کړل
(Last Updated On: مرغومی ۲۰, ۱۴۰۰)
د کورنیو چارو وزارت منلې، چې په ننګرهار ولایت کې د ګاز ډبې د چاودنې له کبله ۹ ماشومان مړه شوي او څو نور ټپیان دي.
د یاد وزارت د ویاند مرستیال عقیل جان عزام څرګنده کړې، پېښه نن سهار د لعلپورې ولسوالۍ په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړي زياته کړې: د جوار پلورنې د ګاز دبې د چاودنې له کبله د يوه ښوونځي ۹ زدکوونکي مړه شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.