تازه خبرونه

په ننګرهار کې د یوه خبریال په ګډون درې کسان ووژل شول

Published

on

یو شمېر سرچینو څرګنده کړې، چې د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار په درېیمه ناحیه کې نن ماښام ناڅرګندو وسلوالو د سید معروف سادات نومي یوه خبریال په ګډون درې کسان وژلي او خپله له سیمې تښتېدلي دي.

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ وسلوالو د جلال آباد ښار د درېیمې ناحیې په اړوند سیمه کې پر یوه موټر ډزې کړې دي.

ځایي سرچینو زیاته کړې، چې په دې پېښه کې د سید معروف سادات د یوه کوچني ماشوم په ګډون دوه نور کسان ټپیان دي.

تر دې دمه هیچا د دغه برید مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.

Trending

Exit mobile version