پرمختګ او بشپړتیا

په ننګرهار کې د ۱۵ کیلو متره کانال چارې بشپړې شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په ننګرهار کې د شاوخوا یو نیم ملیون  امریکايي ډالرو په لګښت د پنځلس کیلو متره کانال چارې بشپړې شوي.

دغه ۱۵ متره کانال د کونړ له سیند تازه بېل شوی دی، چې د ننګرهارد ښیوې او بهسودو ولسوالیو ۱۰۵۰هکتاره ځمکه خړوبوي.

د ننګرهار والي سلیم خان کندوزی وایي،  دا کانال پېنځلس کیلو متره اوږدوالی لري او د درې کالونو په موده کې د برتانیا د یومیلیون و څلورلکه او نهه زره امریکايي دالرو پر مالي لګښت او د کاردیپ موسیسې په تخنکیي همکارۍ جوړ شوی دی.

 د نوموړي په وینا؛ د دې کانال د جوړیدو له کبله به د کروند ګرو په حاصلاتو کې ۳۵ سلنه لوړوالی راشي.

د ښیوې اوسیدونکی فضل محمد  د دې کانال پر جوړیدو خوښ دی؛ خو وايي، د کانال په اوږدو غاړو کې ځينې داسې ځایونه شته، چې د اوبو پر ډېریدو او یا تیز باران په کېدو کانال ویجاړوي.

د بهسودو استوګن نعمت الله  پر انجنیرانو نیوکه کوي او وايي، د کانال غاړې یې لکه څنګه، چې ورته اړتیا وه ، سمې نه دي جوړې کړي.

د دې کانال پرانستې ته د کلیو او پراختیا وزیرهم راغلی، چې همدا ستونزه مو ورسره شریکه کړه.

د کلیو او پراختیا وزیر نصیراحمد دورانی وویل، د کانال پاتې ستونزې به هم حل شي.

هغه زیاته کړه، د دې کانال د جوړیدو له کبله به د یادو دوه ولسوالیو کرهنه درې چنده ډېره شي؛ خو په وینا یې په ننګرهار کې اوس هم ډېر کار ته اړتیا ده.

ښاغلی دورانی ټینګار وکړ؛ په ننګرهار کې به خپلې ډېرې انکشاقي پروژې هغو سیمو ته وغځوي،  چې ناامنیو ځپلې دي.

ده وویل هغه سیمې، چې تازه له داعش پاکې شوي د بیارغونې ګڼې پروژې به په کې پلې شي او پر دې سربېره به په لیرې پرتوسیمو کې د څښلو د اوبو د ستونزې د حل له پاره اقدامات ترسره شي.

دا نوی کانال، چې له ښیوې ولسوالۍ څخه بهسودو ولسوالۍ ته غزېدلی ، زر هکتاره ځمکه خړوبوي او پنځه زره کورنۍ ترې ګټه اخستلی شي.

خبریال: رحمت الله زیارمل 

Trending

Exit mobile version