پرمختګ او بشپړتیا

په ننګرهار کې سلګونه میرمنو د سولې په نوم مشاعره جوړه کړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په ننګرهار کې سلګونه میرمنو د سولې په نوم مشاعره کړې او د جګړې پرښکېلو خواوو یې غږ کړې، چې جګړه بس کړي.

د ننګرهار په جلال آباد ښار کې د بېلا بېلو سیمو د نجونو او میرمنو د شعرونو منځپانګه  پر سوله ، ثبات او روانو ناخوالو ورټوله شوې.

کاینات او عادله شهزاد په خپلو شعرونو کې وښوده، چې له روانې جګړې ستړې دي او له ښکېلو خواوو څخه يې د شعر په ژبه وغوښتل، چې د بچو وژنه یې بس کړي او د هېواد د آبادۍ له پاره یو بل ته د ورور ولۍ لاسونه نه یوازې ورکړي، بلکې وروڼه د خویندو ورورولۍ ته راوبولي.

دکورادبي بهیرمشره مقدسه احمدزۍ څرګنده کړه، چې موخه یې وسلوالو ته د خپلو میندو غږ رسول او د جګړې پر اور اوبه تویول دي؛ خو د دې تر څنګ دا ډول مشاعرې ښځينه ادب غښتلي او میرمنې پخپل ځان باوري کوي.

دې میرمنو د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل، چې  پرا فغان بچو رحم وکړي.

د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د دې ګام ستاینه وکړه او ژمنه  کوي، چې د غني کولو په موخه یې هرډول همکارۍ ته چمتو دی.

ده وویل، که وسلوال وسله پرځمکه کیدي؛ دوی حاضر دي، چې جوړوونکې غوښتنې یې ومني.

په تېر کې هم  میرمنو پر بېلابېلو لارو د جګړې د بندیدو له پاره خپل غږ پورته کړی.

څه موده وړاندې میرمنو ملګرو ملتونو ته یو لیک، چې د روانې جګړې د مخنیوي غوښتنه په کې شوې او زرګونه میرمنو پرې لاسلیکونه کړي وه واستاوه؛ خو دا لومړی ځل دی، چې میرمنې په دې نوم مشاعره جوړوي.

خبریال: رحمت الله زیارمل 

Trending

Exit mobile version