تازه خبرونه
په ننګرهار کې لسګونه داعشیان له اسلامي امارت سره یو ځای شول
د ننګرهارد استخباراتو ریاست په ډاګه کړې، چې په دې ولایت کې د قومي مشرانو پر منځګړیتوب دې بنسټ ته پنځوس داعشیان تسلیم شوي دي.
د ننګرهار د استخباراتو مشر ډاکټر بشیر ويلي؛ دې داعشیانو د دې ولایت په اته بېلابېلو ولسوالیو کې هڅې کولېګ خو د قومي مشرانو پر منځګړیتوب يې په مشروط بڼه تسلیمي ومنل شوه.
نوموړي زیاته کړې، د داعشیانو د تسلیمي دا لړۍ يې د امرالمومنین د بښنې د حکم پربنسټ پیل کړې او تراوسه سلګونه داعشیان دوی ته تسلیم شوي دي.
تسلیم شوی داعشي انعام الله وايي؛ د داعشیانو په لیکو کې يې بېلابېلې دندې تر سره کړي او د اسلامي امارت د مشر د بخښنې له برکته يې لار بېله کړه او اسلامي امارت ته تسلیم شول.
قومي مشر غلام علي وايي، دوی پرېکړه کړې که تسلیم شوي کسان بیا د داعش لیکو ته ستانه شي؛ نو د ولسونو له سخت غبرګون سره به مخ شي.
قومي مشر،
قومي مخور ملک ذین الدین وايي؛ تسلیم شويو کسانو ژمنه کړې، چې بیا د داعش لیکو ته نه ستنیږي. دوی پرېکړه کړې که د داعش لیکو ته ستانه شول؛ نو کورونه به يې وسوځول شي او له هېواده به هم شړل کیږي.
د ننګرهار د استخباراتو د مسوولینو د معالوماتو له مخې؛ د اسلامي امارت له حاکمیت راوورسته تردې مهاله څه د پاسه پېنځه سوه داعشیان دوی ته تسلیم شوي دي.