تازه خبرونه
په ننګرهار کې له دوه چاودنو ۱۱ کسانو ته مرګ و ژوبله رامنځته شوې
د ننګرهار ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي؛ نن له غرمې وروسته د دې ولایت د شېرزاد او خوږیاڼو ولسوالیو په اړوند سیمو کې دوه ماین چاودنو ۴ کسان وژلي او اووه نور ټپیان دي.
د ننګرهار والي د رسنیو دفتر څرګنده کړې؛ نن له غرمې وروسته درې بجې د شېرزاد ولسوالۍ د ګړباوې په اړوند سیمه کې د ملکي وګړیو پر موټر د سړک غاړې ماين چاودنه شوې، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
دغه را راز له غرمې وروسته درې نيمې بجې د خوږياڼو ولسوالۍ د وزيرو د ابکو په سيمه کې د ملکي وګړیو پر يو موټر د سړک غاړې ماين چاودنه شوې.
د خوږياڼو ولسوال شمس الحق ساپي ويلي؛ د لومړنيو معلوماتو له مخې په چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او درې ټپيان دي.
د ننګرهار والي ضاالحق امرخېل څرګنده کړې، دواړه ماينونه طالبانو په لارو کې خښ کړي وه.
طالبانو په دې اړه تر دې دمه څه ندي ويلي.