تازه خبرونه
په ننګرهار کې موټر بم برید ۱۹ سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې
(Last Updated On: سلواغه ۱۱, ۱۳۹۹)
د ننګرهار ولایت په شېرزاد ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر مرکز له موټر بم بریده لږ تر لږه د دفاع وزارت د عامه نظم ۱۵ سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
یوې سرچینې څرګنده کړې، چې دغه موټر بم برید نن (شنبه د سلواغې ۱۱) د شېرزاد ولسوالۍ په ګندمک سیمه کې د یوه هاموی پر کارولو ترسره شوی دی.
طالبانو ادعا کړې، چې په دې برید کې ۵۰ سرتېري وژل شوي؛ خو د ملي دفاع وزارت دغه څرګندونه بې بنسټه بولي.
د والي د رسنیو دفتر هم پېښه تائید کړې؛ خو وایي، چې په پېښه کې اته سرتېري وژل شوي دي.
دغه راز امنیتی ځواکونو یو له چاودېدونکیو توکو دک موټر د برید له تر سره کولو مخکې له دوه وسلوالو سره نیولی دی.