تازه خبرونه
په ننګرهار کې پر یوه کور د لاسي بم په برید کې څلور نجونې وژل شوي
(Last Updated On: مرغومی ۱۸, ۱۴۰۲)
تېره شپه د ننګرهار ولایت حصارک ولسوالۍ د پوهنې آمر غلام جیلاني حنفي کور ته ناڅرګندو کسانو لاسي بم غورځولی دی.
د ننګرهار پوهنې ریاست ویاند فرهاد احمد ستانکزي نن دوشنبه( د مرغومي اتلسمه ) دا پېښه تائيد کړې او وایي، چې له کبله یې د کوټې چت پریوتی او څلور لورڼې یې وژل شوې دي.
نوموړي زياته کړې؛ په دغه پېښه کې د حصارک د پوهنې آمر او میرمنه یې ژوبل شوي دي.
ستانکزي ویلي؛ د پېښې لامل معلوم نهدی او چا یې پړه هم پر غاړه اخیستې نهده.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې هم د نوموړي کور ته بم غورځول شوی و؛ خو چاته زیان رامنځته شوی نهو.