تازه خبرونه
په ننګرهار کې چاودنو مرګ و ژوبله رامنځته کړې
(Last Updated On: لړم ۱۶, ۱۴۰۰)
یو شمېر سرچینې آریانانیوز ته منلې، چې نن له غرمې مخکې د جلال آباد ښار په دوه یمه ناحیه کې دوه چاودنې رامنځته شوې دي.
عیني شاهدانو ویلي، له چاودنې وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.
سرچینو آریانا نیوز ته دا هم ویلي، چې د ننګرهار حوزوي روغتون ته لږ تر لږه درې مړي ور وړل شوي دي.
په دې اړه نور جزئیات په ډاګه شوي ندي او تر دې دمه چا د پېښو مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.
ویل کیږي، چې په یوه بله پېښه کې درې کسان نور ټپیان شوي دي.