تازه خبرونه
په ننګرهار کې چاودنې اته کسان ټپيان کړل
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې نن مازيګر پنځه بجې په يوه چاودنه کې لس کسان ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږيانی پيښه تاييد کړې هغه وايي چې ياده پېښه په موټرسايکل کې د اېښودل شوو چاودېدونکو توکو له کبله د جلال آباد ښار په آخندزاده څلور لارې کې رامنځ ته شوې ده.
خوږياڼی زیاتوي چې په پېښه کې ټپیان شوي ټول ملکي وګړي دي.
تر اوسه څرګنده نه ده چې د چاودنې هدف څوک و او د يادې پېښې مسوليت هم تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.
د يادولو وړ ده چې تېره ورځ په کابل ښار کې د يوې زوروې چادنې له امله د اويا کسانو په شاوخوا کې ووژل شول او د ۳۷۰ په شاوخوا کې ټپيان شول