تازه خبرونه
په ننګرهار کې چاودنې ۱۲ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
د ننګرهار چارواکو منلې، چې د یکشنبې پر ورځ د دې ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د چمتلې په اړوند سیمه کې د پولیسو پر پوسته د موټر بم چاودنه شوې؛ یو پولیس وژل شوی او د ۵ ملکي وګړیو په ګډون ۱۱ نور ټپیان دي.
چارواکو دا هم ویلي، چې په چاودنه کې نږدې ودانیو ته د پام وړ زیان رسیدلی دی.
په ټولنیزو رسنیو کې داسې انځورونه خپاره شوي، چې د پولیسو پوسته ویجاړه شوې ښیي.
دغه راز د ننگرهار پولیسو ویاند فرید خان ویلي، د دې ولایت د مرکز جلال آباد ښار په درېیمه ناحیه کې پر رنجر موټر د ماین چاودنه شوې، چې دوه پولیس او درې ملکي وګړي ترې ټپیان شوي دي.
تر دې هیچا د دې بریدونو مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.
