تازه خبرونه
په ننګرهار کې یو شمېر کروندګرو ته د زیتونو کښت هیلهبښونکی بدیل دی
د فرانسې خبري آژانس په یوه راپور کې لیکلي، چې د ننګرهار یو شمېر بزګرانو د زیتونو د ونو د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومت له کبله د دې محصول کښت ته مخه کړې ده.
د افغانستان په ختیځ کې د زیتونو کښت، چې لږ اوبو ته اړتیا لري؛ د بزګرانو لپاره د یوه نوي او هیلهبښونکي بدیل په توګه مطرح شوی او کولی شي د کلیوالو کورنیو د عاید په زیاتوالي او د اقلیمي بدلونونو د اغېزو په مخنیوي کې مرسته وکړي.
د فرانسې خبري آژانس په یوه راپور کې لیکلي، چې د ننګرهار یو شمېر بزګرانو د زیتونو د ونو د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومت له کبله د دې محصول کښت ته مخه کړې ده.
د ننګرهار د سیدان عربي کلي یوه بزګر عبدالله اورځلا شاوخوا ۱۵ کاله مخکې د خپلې کورنۍ پر ځمکه د زیتونو لومړنی بڼ جوړ کړ او اوس یې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې زرګونه نورې ونې هم کېنولې دي.
نوموړي ويلي، د اوبو محدودو سرچینو ته پام او له اقلیمي بدلونونو سره د کرنې د عیارولو اړتیا هغه مهم لاملونه ول، چې د زیتونو پر کښت یې پانګونې ته وهڅاوه.
د کارپوهانو د څرګندونو له مخې، د زیتونو ونې د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومت ترڅنګ د خاورې د کیفیت په ښه کولو او د ځمکې د تخریب او له منځه تلو په مخنیوي کې هم مرسته کوي.
د کاري فرصتونو رامنځته کول او د عاید زیاتوالی
د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې، د سیدان عربي کلي شاوخوا ۵۰۰ اوسېدونکي د زیتونو د حاصلاتو ټولولو پر مهال دا مېوه د لاس پر ګوتو راټولوي او د تېلو جوړولو لپاره یې د تېلو ایستلو یوې ازمایښتي دستګاه ته لېږدوي.
د دې کارخونې د تولید مسوول صدیقالله افغان ويلي، زیتون له راټولولو سره سم د سوړ فشار له لارې تېل ترې ایستل کیږي، چې د محصول کیفیت وساتل شي.
د زیتونو تولید شوي تېل د کابل په پلورنځیو کې، چې عضوي محصولات پلوري؛ په هر کیلوګرام کې تر ۱۷ ډالرو پلورل کیږي.
د اورځلا کرنیزو فعالیتونو د ننګرهار په دوه سیمو کې د ۱۶ دایمي کاري فرصتونو د رامنځته کېدا زمینه هم برابره کړې ده.
په افغانستان کې د زیتونو د تولید زیاتوالی
په افغانستان کې د زیتونو د کښت صنعت له ۱۹۶۰ کال څخه پیل شوی او ننګرهار د دې محصول له مهمو تولیدوونکو ولایتونو څخه ګڼل کیږي؛ خو د تېرو څو لسیزو جګړو د هېواد د زیتونو د کښت نږدې نیمايي سیمې له منځه وړې دي.
په وروستیو کلونو کې د زیتونو د کښت او تولید صنعت د بیارغونې او پراختیا بهیر پیل شوی دی. په ۲۰۱۹ز.کال کې د زیتونو د پروسس دولتي کارخونې ته نوي وسایل برابر شول، چې ورسره یې د تولید کچه هم لوړه شوې ده.
د دې دولتي شرکت رییس اکبرمحمد هاشمي ويلي، یادې کارخونې تېر کال شاوخوا ۱۳۵ زره لیټره د زیتونو تېل تولید کړي او اټکل کیږي، چې سږ کال به یې د تولید کچه له ۱۴۳ زره څخه تر ۱۶۵ زره لیټرو پورې ورسیږي.
د دې کارخونې ټول تولیدات د افغانستان په کورني بازار کې پلورل کیږي؛ خو مسوولان هیله لري، چې په راتلونکي کې به د افغانستان د زیتونو د محصولاتو نړیوالو بازارونو ته د لېږد زمینه هم برابره شي.
دغه راز د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) په افغانستان کې د زیتونو د ۳۸۱ هکټاره بڼونو له جوړولو ملاتړ کړی او دا محصول یې د کلیوالو کورنیو لپاره د دوامدار عاید یوه سرچینه ګڼلې ده.
د زیتونو د کښت له پراختیا سره -سره بانکي محدودیتونه او نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي ستونزې اوس هم د دې محصول د صادراتو پر وړاندې یوه ننګونه ده.
ویل کیږي، چې د افغانستان په ختیځ کې د ډېرو بزګرانو لپاره د زیتونو ونې یوازې یو کرنیز محصول نهدی، بلکې د کارموندنې، عاید زیاتولو او د مخ پر زیاتېدا وچکالۍ پر وړاندې د مبارزې یوه هیله هم ده.