تازه خبرونه

په ننګرهار کې ۱۱۰۰۰ بې ځایه شوې کورنۍ مرستو ته اړې دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ننګرهارد شینوارو د اووه ولسوالیو له دوه زره او پېنځه سوه بې ځایه شویو کورنیو سره د پېنځه زره بوریو اووړو مرسته شوې.

ویل کیږي، چې دننګرهارد شینوارو له ۷ ولسولیو څخه د جګړو له کبله شاوخوا یوولس زره کورنۍ بې ځایه شوي دي.

د ننګرهار د کرنې ريیس شاکرالله، چې د مرسته شویو اوړو د وېش مسوولیت ور په غاړه شوی وايي؛ څېړنو وښودله، چې په ډېرو سیمو کې اړې کورنۍ له مرسته شویو اوړو پاتې دي او ځينو کورنیو څو ځله مرستې اخستې دي.

د نوموړي په وینا؛ د طبیعي پيښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د یادو کورنیو له ۲۵۰۰ سره د اوړو مرسته کړې ده.

یوشمېر بې ځایه شوې کورنۍ وايي، په لیستونو کې د حقدارو کسانو نومونه نه دي لیکل شوي.

د دوی په وینا؛ ملکانو او ځينو مسوولینو د خپلو خپلوانو او دوستانو نومونه د بې ځایه شویو په لیست کې شامل کړي دي.

د بې ځایه شويو کورنیو یو شمېر غړي وایي، د ننګرهار د کډوالو چارو رییس د بې ځایه شویو په نوم د بډو په بدل کې خلکو ته مرستې وېشلي.

د ننګرهار والي د دفتر رییس علام حیدرفقیرزی په دې اړه له څه ویلو ډه ډه کوي.

د ننګرهار ولایت د کډوالو چارو رییس بیا دغه څرګندونې بې بنسټه بولي.

له دې مرستو څه موده وړاندې  هم د ننګرهار د کروندګرو له پاره له مرکزڅخه تخمي غنم رااستول شوي وه، چې بیا یو شمېر حکومتي مسوولینو او ملکانو پخپل منځ کې وویشل. دا، چې د مرکز دا مرسته شوي اوړه به حقداروته ورسیږي کنه، هغه پوښتنه ده، چې وخت به یې ځواب کړي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version