تازه خبرونه

په ننګرهار کې ۱۳ طالب جنګیالي وژل شوي

Published

on

د ننګرهار والي دفتر ویلي، چې د دغه ولایت په بټيکوټ ولسوالۍ کې پر هوايي بریدونو د یو طالب قومندان په ګډون ۱۳ وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د ننګرهار والي دفتر دغه وژل شوي طالب قومندان عمر نومولی، چې په دې وروستیو کې د حکومت لخوا سولې ته د رسیدو په هیله له بند څخه خوشې شوې کړی و.

د ننګرهار والي دفتر د یاد هوایي برید وخت ندی په ډاګه کړی؛ خو خبر یې نن خپور کړی دی.

د ننګرهار ولایت بټيکوټ ولسوالي له څو ورځو راپدیخوا د نښتو شاهده ده او په دې وروستیو ورځو کې یو لړ هوایي بریدونه په کې تر سره شوي دي.

په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د طالب جنګیالي له مرګ و ژوبلې خبر ورکړ شوی دی.

Trending

Exit mobile version