تازه خبرونه
په ننګرهار کې ۲۳ داعشیان وژل شوي دي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د ننګرهار والي وياند عطا الله خوږياڼى وايي،۲۳ داعشيان د ننګرهار ولایت په کوټ او نازیانو ولسوالیو کې له تېرو ۲۴ساعتونو وژل شوي دي.
هغه زیاتوي، د نازیانو د سپینې ژۍ په اړوند سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر هوايي بريدونو د یو مهم قومندان په ګډون ۱۵ داعشیان وژل شوي اود کوټ ولسوالۍ د لغړ جوی په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو له لوري د داعشیانو پر یو پټنځي هوایي بریدونه شوي،چې په کې اته داعشیان وژل شوي او د دوی ګڼ شمېر وسلې او مهمات له منځه تللي دي.
سرچينې په ډاګه کړې، چې په تر سره شویو بریدونو کې بل چاته کوم زیان نه دی اوښتی .