تازه خبرونه
په ننګرهار کې ۲۶ داعش جنګیالي او د هغو رادیوله منځه وړل شوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو پرهوایي بریدونو د داعش شپږویشت جنګیالي وژل شوي او د دې ډلې رادیو هم ویجاړه شوې ده.
سیمه ییزچارواکي وایي، دغه بریدونه پرون د اچین ولسوالۍ په خروه، لنډۍ او کوچیانو سیمو کې ترسره شوي دي.
د ننګرهار والي ویاندعطاالله خوږیاڼی وایي؛ په وژل شویو کې څوارلس تنه بهرنیان دي،چې څلور یې تاجکستاني او لس نور یې د خیبر پښتوخوا د اورکزیو اوسیدونکي دي.
دهغه په وینا؛ په دغو بریدونو کې ولسی خلکو ته زیان نه دی اوښتی.
تراوسه د داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.