تازه خبرونه

په ننګر هار کې د جنازې پر مراسمو خونړی ځانمرګی برید

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۴, ۱۳۹۹)

د ننګرهار ولایت د ښیوې ولسوالې د سیمه ییزو پولیسو د قومندان شیخ اکرم د جنازې پر مراسمو په خونړي ځانمرګي برید کې ۳۰ کسان وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان دي.   

عیني شاهدانو ويلي؛ د جنازې د صفونو له برابریدو سره سم په لومړۍ لیکه کې د درندې چاودنې غږ پورته شو او ورسره د ځمکې سر له مړیو او ټپیانو سور شو.

د ښیوې ولسوالۍ امنیتي مسوولینو ويلي، په دې برید کې ۳۰ کسان وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان دي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په وژل شویو کې د ننګرهار ولایتي شورا غړی عبدالله لالاخان هم شامل دي او په ټپیانو کې د ولسي جرګې غړی نورآغا ملکزی، چې د لالاخان پلار دی هم له خپلو دوه نورو زامنو سره ټپیان دي.

له برید وروسته په سیمه کې ډزې هم شوي؛ خو معلومه نده، چې ډزې چا کړي؛ خو ډېري کسان په همدې ډزو کې ټپیان شوي دي.

د چاودنې په ځای کې د ولسي جرګې بل غړی حضرت علي هم و؛ خو هغه بچ دی.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند ظاهر عادل ویلي، چې د ډېرو ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

طالبانو پېښه غندلې او په کې لاس لرل یې هم رد کړي دي.

د شیخ اکرام د جنازې په مراسیمو کې نورو حکومتي چارواکو او ګڼو قومي مشرانو ګډون کړی و.

د یادونې ده، چې شیخ اکرم د د زړه د حملې له امله مړ شوی و.

Trending

Exit mobile version