سیمه ییز خبرونه

په ننگرهاركې به ستراتيژيكو موخو ته د امريكا قونصلگري جوړه شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په افغانستان کې د امريکا نوى سفير راين كراكروايي:

دوى په افغانستان كې د دايمي اډو د جوړلو هيله نه لري، خو دغه هېواد به لكه د تېرپه څېركله هم تاسې يوازې پرې نږدي.

كراكر وايي:

دوى په ننگرهاركې د خپلو ستراتيژيكو موخو د خوندي كولو لپاره قونصلگري جوړوي.

نوموړى د ولسي جرگې د ځينوغړيو په اړه د ولسمشركرزي د وروستي حكم ملاتړ وكړاو ويې ويل، چې:

دغه مسله بايد افغانان د تفاهم له لارې پخپله حل كړي.

په افغانستان کې د امريکا نوى سفيرراين كراكر او ورسره د سفارت يوشمېر نورو لوړ پوړيو چارواكو د چهارشنبې په ورځ له غرمې وروسته ننگرهار ولايت ته يو ناڅاپي سفر وكړاو په دغه ولايت كې يې له چارواكو سره د برېښنا، كرهنې او اقتصادي پياوړتيا په برخه كې د يولړمرستو ژمنې وكړي.

نوموړي د ننگرهار له والي گل اغا شېري سره په گډه خبري غونډه كې رسنيوته وويل، چې:

مونږ افغان امنيتي ځواكونوته د انتيقال د پروسې ملاتړكوو.

نوموړي زياته كړه، چې:

دوى په دې برخه كې ډېرد پام وړ گامونه پورته كوي.

نوموړي له گل اغا شېرزي سره ژمنه وكړه، چې:

په ننگرهارولايت كې به له خلكوسره د مرستې او د خپلو سراتيژيكو موخو د ترسره كولو لپاره قونصلگري جوړه كړي.

كراكر وايي:

اوس هم په افغانستان كې د دوى په وړاندې ډېرې ستونزې پرتې دي، خو هڅه كوي، چې دغه ستونزې د افغانانو په مرسته له منځه يوسې.

نوموړى په دې وروستيو كې د هېواد د درې ګونو قواوو ترمنځ د رامنځته شوې ستونزې په اړه وويل، چې:

دا د افغانانو خپلمنځۍ ستونزه ده او دوى يې بايد د تفاهم له لارې پخپله حل كړي

د امريکا سفير راين كراكر داهم وويل، چې:

دوى د ۲۰۰۹ع كال له پيل څخه په ننگرهار كې د كرهڼې، روغتيا، اقتصادي پياوړتيا او په ځينو ټولنيزو برخو كې د ۷۰ ميليون ډالرو په ازښت پروژې  پيل كړي، چې د دې لړۍ ځينې پروژې پلې شوي اوځينې تركارلاندې دې، چې هغه به هم تر۲۰۱۲ع كال بشپړې شي.

نوموړى ژمنه وكړه، چې:

دوى به راتلونكې كې هم  له ننگرهارسره دا ډول مرستې وكړي.

د ننگرهاروالي گل اغاشېرزي ننگرهار ته د راين كراكرسفرگټور وباله او زياته يې كړه،  چې:

نوموړي ته يې په ننگرهار كې د برېښنا، بندونواو لويولارو د جوړلو په برخو كې يو لړ ستر وړانديزونه كړي، چې هغه ورسره د يو لړاقداماتوژمنه كړې ده.

نوموړي د امريكا نوي سفركراكر ته د دغو پروژو په پلي كولو يوځل بيا ټينگاروكړ.

د يادونې وړده، چې تردې وړاندې د امريكا پخواني سفير جنرال ايكن بيري هم ننگرهارته په خپلو سفرونوكې له چارواكو سره د يو شمېر ورته مرستو ژمنې كولې، خو تردې مهاله عملي شوي نه دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version