سیمه ییز خبرونه
په ننگرهارکې د ملي پیوستون پروگرام اتيا سلنه پيسې جبونو ته تللي
د ننگرهار استوگن او ځينې چارواکي وايي:
دا یوازې د ننگرهار ولايت د خوږیاڼو ولسوالۍ نه ده، بلكې په نورو ولسواليو كې هم د ناسم مدیریت او اداري فساد له كبله د ملي پیوستون پروگرام پلى شوى نه دى او په ځينو سيمو كې يې د خلكو ترمنځ شخړې را ټوكولي دي.
د دوى په وينا:
په دغه ولایت کې د ملي پیوستون د پروگرام اتیا سلنه پيسې د وسله والومخالفینو او قومي مشرانو جبونو ته تللې دي.
خلک وايي:
د ننگرهار ولایت په ډېرو سیمو کې د ملي پیوستون ډېرې پیسې د قومي مشرانو، اړوند مسوولينو او وسله والو مخالفینو جبونو ته تللي او ډېرې کمې یې پرځينو بې کیفیته او وړو پروژومصرف شوي، چې د هغې گټه هم ولس ته نه، بلکې سیمه يیزو زورواکو ته رسيدلې ده.
د کلیو او پراخیتا وزارت وايي، چې:
ملي پیوستون په سمه توگه پلی شوى او کومه ځانگړې ستونزه په كې نشته.
د ننگرهارخلک د ملي پیوستون د پروگرام د ناکامۍ پړه پر دولت اچوي او وايي:
نه یوازې دا، چې په سیمه يیزه کچه د درغلۍ مخه نه نیسي، بلکې د نوموړي پروگرام مسوولین او کارکوونکي خپله فساد ته زمینه برابروي.
د خوږیاڼو ولسوال حاجي سيدالرحمان وايي:
د دغه پروگرام اتیا سلنه پیسې د وسله والومخالفینو، اړوند مسوولينو، كاركوونكيو او قومي مشرانوجبونو ته تللي او پاتې یې ولس ته ورکول کیږي.
د کلیو او پراخیتا وزیر ویس برمک وايي:
په ننگرهار کې د ملي پیوستون پروگرام په سمه توگه پلی شوى او ډېرژر به د یاد پروگرام دوه يم پړاو هم پيل شي.
په ننگرهار کې هم د ملي پیوستون مسوولین د خلکو نیوکې بې ځایه بولي او وايي:
زموږ کارونه ښه پرمخ روان دي.
دا لومړی ځل نه دی، چې په ننگرهارکې خلک د ملي پیوستون له پروگرام څخه اندېښمن شوي، بلكې له دې وړاندې هم په ځينو مواردو كې دې پروگرام د خلكو تر منځ شخړې را ولاړې كړي، چې مرگ و ژوبله يې هم درلوده.