تازه خبرونه
په ننگرهارکې د ویساک درې ورځني مراسیم پیل شول
د ننگرهار د سره رود ولسوالۍ د سلطانپور په چينه کې د هندوانو او سکانو د ويساك مذهبی مراسم پيل شول.
د مشرانوجرگې غړې انارکلی هنریار وايي:
په سلطانپور كې د هلمند، کندهار، پکتیا، خوست، غزني، کابل او ننگرهار سلگونه هندوان او سکان د ویساک ۳۱۶ کلیزې په ویاړ راټول شوي او د يكشنبې په ورځ( د وري۲۴) يې د عنعنوي ویساک پر لومړۍ ورځ خپل گډ مذهبي مراسیم پيل كړل.
د جلال باد دهندوانو او سکانو په مرکزي درمسال كې دسکانو ترڅنگ د محلي چارواكو په شمول يو شمېر نور مسلمان افغانان هم راټوليږي.
د مرکزي درمسال ویاند داکترحرمید سنگهـ وايي:
د سرپنا، روغتیايي آسانتیاوو، زدکړو او په نورو ټولنيزو او سیاسي برخو کې له گڼو ستونزو سره مخ يو.
د ننگرهار مرستیال والي محمد حنیف گردیوال هم دا ستونزې مني؛ خو وايي، چې د حل په اړه يې هڅې كوي.
ويل كيږي، چې هندوان او سكان د سلطانپور په چينو كې لامبي او سهرنۍ، غرمنۍ او ماښامنۍ ډوډۍ له خپلې كورنۍ سره په گډه خوري؛ ځوانان او نجونې په كې له خوښيو ډكې شېبې نمانځي.
د یوې نارسمي سروې له مخې درې لسیزې وړاندې په ننگرهارکې له پېنځه زره ډېر هندوان اوسکان اوسیدل؛ خو اوس ترې یوازې شاوخوا درې سوه کورنۍ پاتې دي او نورې كورنۍ یې د تاوتريخوال پر لامل گاونډهېودانو ته تللي دي.