سیمه ییز خبرونه

په ننگرهارکې له نیمايي ډېر ښوونځي ودانۍ نه لري

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د پوهنې وزارت چارواکي وايي:

په راتلونكي كال كې به په ټول هېواد كې سلگونه ښوونځيو ته ودانۍ جوړې او د ښوونځيو زړې ودانۍ به ورغوي.

د پوهنې وزير فاروق وردگ د يكشنبې په ورځ(د كب۲۷) ننگرهار ته د يوسفر په ترڅ كې وويل، چې په دغه ولايت كې شاوخوا ۸۵۰ ښوونځي شتون لري، چې له نيمايي ډېر يې ودانۍ نه لري.

نوموړي همدا راز د پوهنې په وړاندې د يو شمېر وسلوالو مخالفينو كړنې هم نا سمې وگڼلې او له هغوى غواړي، چې د پوهنې په وړاندې خنډونه جوړ نه كړي.

نوموړي د ننگرهار په ښوونځيو كې د حزبي او سياسي حركتونو په باب هم اندېښنه وښوده او له سيمه ييزو چارواكو يې وغوښتل، چې د دغه كار مخه ونيسي.

نوموړي همدا راز په ننگرهار كې دعالي دارالمعلمين لپاره د دوه جوړو شويو ودانيو پرانيسته وكړه، چې په پوره تجهيزاتو سمبال دي.

پر دغو ودانيو سل ميليون افغانۍ لگښت راغلى، چې د پوهنې وزارت له بوديجې څخه وركړشوي دي.

ښاغلي وردگ همدا راز د غازي امان الله خان په ښارگوټې كې د يو دارلعلوم د بنسټ ډبره هم كيښوده او ژمنه يې وكړه، چې دغه وزارت به د پوهنې د گړنديتوب په موخه نورو ښوونځو ته هم ودانۍ جوړې كړي.

د ننگرهار والي گل اغا شېرزي په ننگرهارکې د پوهنې وزارت پر تر سره شويو کارونو خوښي څرگنده كړه، خو د لا زیاتوهڅوغوښتنه  يې وكړه.

د یادونې وړده، چې په ننگرهارکې دمگړۍ په سلگونه ښوونځیو کې زرگونه ښځینه او نرینه زده کوونکي په زده کړه بوخت دي، خو ډېري دغه ښوونځي ودانۍ نه لري او د ښوونکيواو كتابونو له كمښت سره هم مخ دي.

Trending

Exit mobile version