تازه خبرونه
په ننگرهارکې ۲۱تنه وسلوال مخالفین د سولې له بهیر سره یوځای شول
په ننگرهار کې یو شمېر کسانو، چې د طالب وسلوالو له وېرې یې خپل مخونه پټ کړي وه؛ وسله پرځمکه کیښوده او د سولې له بهیر سره یوځای شول.
دوی ۲۱تنه دي، چې د تېرو څو کلونو راهیسې د شینوارو په ولسوالیو کې دیورند کرښې ته نږدې وسلوال فعالیتونه کول.
حضرت الله یوځای شوی وسله وال، چې ځان طالب جنگیالي بولي وايي؛ د پاکستان استخباراتو ملاعمر وژلی او نورنه غواړم، چې د هغوی په لارښوونه فغالیت وکړم.
د ننگرهارمرستیال والي محمدحنیف گردیوال وايي، د دغو ډلو یوځای کیدل د امنیت له ښوالي سره مرسته کوي.
په دې وروستیو کې د شنیوارو له ولسوالیو څخه، چې په کې د داعش او طالبانو ترمنځ سختې نښتې روانې دي، د سولې له بهیر سره د دغه ډول جنگیالیو یوځای کیدل ډېر شوي.
د ننگرهارد سولې شورا مشر ملک نظیر مشر وايي، د داعش افغان جنگیالي هم کولی شي له دوی سره یوځای شي.
ویل کیږي، چې د طالبانو خپلمنځيو اختلافاتو او د داعش فغالیت له ولایتي کمیتې سره د سیمه ییزو طالب جنگیالیو د یو ځای کیدو لړۍ چټکه کړې؛ خو دې چارې د امنیت له ښوالي سره مرسته نه ده کړې.
خبریال: رحمت الله زیارمل.