سیمه ییز خبرونه

په ننگرهار او غزني كې مرگ و ژوبه رامنځته شوې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په ننگرهار ولايت كې د شنبې په ورځ(د مرغومې۱۴) وسله والو طالبانو په څو بېلابېلو سيمو كې پر دولتي او گډو ځواكونو بريدونه وكړل.

د دې ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې په همدې ورځ سهار مهال په وسلو سمبالو بریدگرو د افغان او بهرنیو ځواکونو پر گډ پوځي مركزبرید وكړ.

د ننگرهار امنیه قوماندان فضل احمد شېرزاد وایي، بریدکوونکيو لومړى  د موټر په وسيله د اډې په دروازه  کې ځانمرگى بريد كړى او وروسته پېنځه برید كوونکيو اډې ته د ننوتلوهڅه کړې؛ خو له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ټول وژل شوي دي.

آيساف په ډاگه كړې، چې د افغانستان د ختیځ په يوه چاودنه كې يې یوسرتېری وژل شوی دی.

طالبانو ادعا كړې، چې په دې برید کې گڼ بهرني او کورني سرتېري وژل شوي دي.

له دې پښې څوساعته وړاندې وسله والو طالبانو د ننگرهارپه خوږیاڼو ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستې برید کړى دى.

امنیه قومندان فضل احمدشېرزاد وايي، په دې نښته كې یو طالب وژل شوی، شپږ ټیان  او څلور  نورنیول شوي او افغان سرتېرو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

دغه راز د نوموړي په وينا، وسله والو طالبانو د دې ولایت په پچیر و اگام  ولسوالۍ کې د آیساف او افغان ځواکونو پر یوه کاروان وسله وال برید کړی دى.

له بلې خوا په بټې کوټ ولسوالۍ کې  یوې چاودنې درې پولیس وژلي دي.

چارواکي وايي، چاودنه د پوليسو پر گزمه شوې ده؛ خو ځايي خلک وايي:

پولیسو غوښتل په نوموړې سيمه كې د طالبانو له خوا لگول شوى بيرغ ليرې كړي، چې پرې چاودنه وشوه.

وسله والو طالبانو د دې پېښې مسوولیت په غاړه اخيستى دى.

د غزني په اندړو ولسوالۍ كې د محلي پوليسو قوماندان شاهين په يوه چاودنه كې ووژل شو. د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي، چې دا چاودنه د شنبې په ورځ له غرمې وروسته د غزني ښار د لومړۍ حوزې په سيمه كې شوې ده.

د غزني مرستيال والي وايي، چې چاودنه د ريموټ كنترول په وسيله شوې ده.

نوموړى وايي په دې پېښه كې د دوه ملكيانو په گډون درې تنه ټپيان شوي دي.

تراوسه د دغه بريد مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى .

Trending

Exit mobile version