سیمه ییز خبرونه

په ننگرهار او كونړ كې چاودنو ۱۹ كسانو ته مرگ و ژوبله اړولې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

له څو اوونیو کراریو وروسته د شنبې په ورځ( د لړم ۲۵) د هېواد په ختيځو سيمو كې درې بېلابېلو چاودنو ۱۹ كسانو ته مرگ و ژوبله اړولې ده.

د جلال آباد ښارد شپږمې ناحیې د فاميليو سيمه د شنبې په ورځ له غرمې وړاندې شاوخوا یوولس بجې د یوې درندې چاودنې شاهده شوه.

د پېښې عیني شاهدان وايي، دغلته د سړک تر څنگ په یوه لاسي کراچۍ کې چاودیدونکي توکي ایښودل شوي ول کله، چې له سیمې څخه د پولیسو یو رینجر موټراو د ملکي خلکو یوسراچه موټر د تېریدو په حال کې و؛ نو چاودنه رامنځته شوه.

د دوی په وينا، په پېښه کې درې ملکي وگړي وژل شوي او یو شمېرټپیان دي.

دوی دغه ډول پېښې له انسانیت او سلامیت څخه ليرې گڼي.

د ننگرهارمطبوعاتي مسوول احمدضیا عبدالزی وايي، چې:

په پېښه کې یو ملکي وگړی وژل شوی او شپږ ملکي وگړي او پېنځه پولیس ټپیان دي.

تراوسه د دې پيښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخستی.

په کونړ ولایت کې د دوه بېلابېلو پېښو په ترڅ کې اووه افغان سرتېري ټپیان شوي دي.

د کونړ امنیه قومندان عبدالحبیب سید خېل وايي:

څلور سیمه ییز پولیس هغه مهال ټپیان شوي، چې  غوښتل یې په مرکز اسعد آباد کې یو ماین شنډ کړي.

دی وايي، په دې پېښه کې بل چاته زیان نه دی اوښتی.

قوماندان سيدخېل زياتوي، دوه يمه پېښه د كونړ په شیگل ولسوالۍ کې رامنځته شوې، چې وسله والو مخالیفینو د ملي اردو د سرتېرو پر یوې پوستې توغندى توغولى دى. په دې بريد كې د ملي اردو دوه  سرتېري ټپیان شوي، چې د دواړو پېښو په تړاو څېړنې روانې دي.

Trending

Exit mobile version