سیمه ییز خبرونه
په ننگرهار او كونړ ولايتونو كې د گوزڼ نهه مثبتې پيښې ثبت شوي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د عامي روغيتا وزيره ثريا دليل وايي:
په سويلي ولايتونو كې سږ كال د ماشومانو د گوزڼ مثبتې پيښې نه دي ليدل شوي؛ خو په ختيځو ولايتونو كونړ او ننگرهار كې بيا د ماشومانو نهه مثبتې پيښې سږ كال ثبت شوي دي.
د عامې روغتيا وزيره سينه بغل او نس ناستى دوه هغه ناروغي بولي، چې په خبره يي زياتره ماشومان پرې له اخته كيدو وروسته مري.
نوموړې زياتوي، د لومړي ځل لپاره به په نږدې ورځو كې د دغو ناروغيو په وړاندې هغه ماشومان واكسين شي، چې له پېنځه كلونو تيټ عمرونه لري.
د عامې روغتيا وزارت د ۳۴ ولايتونو د ۲۰۰ روغتونونو رييسان په كابل كې په يوه درې ورځني سيمينار كې را ټول كړي، چې په روغتيايي چارو كې سمون راشي او د پرتو ستونزو د حل لارې وموندل شي.