تازه خبرونه

په ننگرهار كې د عامه ساتنې د پوليسو پر كنډك بريدگرو بريد كړى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

تېره شپه شاوخوا لس بجې دجلال آباد ښارشپږمه ناحیه دچاودنواوډزوغږونوپه سرواخسته.

دننگرهاروالي ویاند احمدضیاعبدالزی وايي، دابرید دمولوي خالص بابافامیلوپه سیمه کې د عامه نظم پریوه استوگن ځای شوی، چې په کې یوساتونکی وژل شوی او یو سرتېری ټپی دی.

ښاغلى عبدالزی وايي، په بریدکې له ۲۵ ډېرپوځي وسایط سوځیدلي دي.

دی زياتوي، بریدگر ټول درې تنه ول، چې یویې ځان ته چاودنه ورکړې او دوه نوریې له درې ساعته نښتې وروسته پولیسو وژلي دي.

یوه بله امنیتي سرچینه، چې نه غواړي نوم یې واخستل شي وايي، چې په دې بریدکې دوه ساتونکي او دوه موټرچلوونکي وژل شوي او یوسرتېری ټپی دی.

عیني شاهدان وايي،جگړه ټوله شپه روانه وه.

دننگرهارامنیتي مسوولینوتر دې دمه خپله ناخبري ښودلې ده.

دپښې په سیمه کې امنیتي ځواکونود ورځې ترنیمايي هم رسنیوته اجازه ورنه کړه، چې له نږدې تصویرونه واخلي.

وسله والوطالبانوددې بریدمسولیت په غاړه اخستی اود گڼ شمېرافغان سرتېرودوژلوادعایې کړې ده.

Trending

Exit mobile version