تازه خبرونه
په ننگرهار كې د پخواني جهادي قوماندان عبدالستار په موټرچاودنه شوې ده
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د ننگرهار والي وياند احمدضيا عبدالزى وايي، چې نن سهار(د كب۲۴) په نهه بجو د دغه ولايت د سره رود ولسوالۍ په درونټه سيمه كې د پخواني جهادي قوماندان عبدالستار په موټر چاودنه شوې ده.
نوموړى وايي، چې ماين د نوموړي قوماندان په موټر پسې نښلول شوى و؛ خو دا، چې نوموړى قوماندان د چاودنې په وخت په موټر كې نه و، نو هغه او بل چاته په كې زيان نه دى رسيدلى.
وسله والو طالبانو د دې چاودنې مسووليت په غاړه اخيستى دى.