تازه خبرونه
په ننگرهار كې يوې چاودنې يو تن ټپي كړ
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د ننگرهار ولايت مطبوعاتي دفتر وايي،دا چاودنه په جلال آباد ښار كې د پژواك خبري آژانس، امريكا غږ او هشت صبح ورځپاڼې د سيمه ييزو دفترونو مخې ته شوې ده.
د ننگرهار والي وياند احمدضيا عبدالزى وايي، دا چاودنه تېر ماښام په اته بجو شوې ده.
په ننگرهار كې د پژواك خبري آژانس مسوولينو ويلي، چې چاودنه له هغه مقناطييسي ماين رامنځته شوې، چې د دفتر پر دروازه نښلول شوى و.