تازه خبرونه
په ننگرهار كې پر بهرنيو ځواكونو موټر بم چاودنه شوې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
په ننگرهار كې پر بهرنيو ځواكونو موټر بمچاودنه شوى
رپوټونه وايي، چې دا بريد د بهسودو ولسوالې د رنگ رود د اخوند زاده په څلور لاري كې د بهرنيو ځواكونو پر كاروان شوى دى.
خبریال رحمت الله زیارمل رپوت راکوي، چې دغه برید د کرولاډوله موتر په مټ تر سره شوی او د بهرنیو ځواکونو یو موترپرې چول شوی دی.
ویل کیږي ، چې په دې برید کې ۶ بهرني سرتېري ټپیان شوي دي.
دغه برید د استوگنې له سیمې لیرې رامنځته شوی او ولسي خلک زیانمن شوي نه دي.
د ننګرهار والي وياند احمد ضيا عبدالزى د پېښې پخلى كوي؛ خو وايي په اړه يې جزيات نشته .
د یادونې وړ ده، چې نن له غرمې وروسته د څرخي پله په سیمه کې هم یوه چاودنه شوې ، خو د تلفاتو په اړه يې څه نه دي ویل شوي.