تازه خبرونه
په ننگرهار كې په انجينر غفار چاودنه شوې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
په ننگرهار كې د ولسي جرگې په غړي انجينر غفار څو شېبې وړاندې چاودنه شوې ده.
ويل كيږي، چې دا چاودنه د بهسودو ولسوالۍ د خيمې كلا په سيمه كې رامنځته شوې ده.
يوه امنيتي سرچينه، چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي وايي:
په دې چاودنه كې انجنير غفار له خپل ساتونكي او موټر چلوونكي سره ټپي شوى دى.
ويل كيږي، چې په نوموړي د سړك غاړې ماين چاودلى دى.
د ننگرهار د امنيه قومانداني هم دا پېښه تاييد وي.