تازه خبرونه
په ننگرهار كې چاودنې دوه پوليس ټپيان كړل
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د ننگرهار ولایت چارواکي وایي، دا چاودنه څو دقيقې وړاندې د تورخم – جلال آباد په لاره د بهسود ولسوالې په اړوند سیمه كې گمرك ته څيرمه د پوليسو پر يوه موتر شوې ده.
د ننگرهار ولايت مطبوعاتي مسوول احمدضيا عبدالزى وايي:
د لومړنيو معلوماتو له مخې چاودنه د سړك غاړې له بم رامنځته شوي، چي په کي دوه پوليس ټپيان دي .