سیمه ییز خبرونه
په ننگرهار كې ۴۵ وسله وال طالبان وژل شوي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د ننگرهار ولايت د ځانگړو افغان ځواكونو په عملياتو كې ۴۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ننگرهار امنيه قوماندان فضل احمد شېرزاد وايي:
دا عمليات د خوږياڼو ولسوالې د سترې تورمۍ په سيمه كې د ځانگړيو افغان ځواكونو له خوا شوي دي.
هغه زياتوي، په دې عملياتو كې د مجيب په نامه د وسله والو طالبانو د يوه قوماندان په شمول ۴۵ وسله وال وژل شوي دي.
نوموړي په ډاگه كړه، چې په عملياتو كې له هوايي ځواكونو هم كار اخيستل شوى او د هيروينو څلور فابريكې هم له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
په سيمه كې عيني شاهدان وايي، چې په دې عملياتو كې يو شمېر ملكي وگړيو ته هم مرگ و ژوبله اوښتې ده.