تازه خبرونه

په ننگرهار ولايت کې نوی پوځي عملیات پیل شول

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په ننگرهار ولايت كې امنيتي چارواكي په داسې حال كې له نويو عملياتو له پيلولو خبر وركوي، چې له دې وړاندې وسله والو گواښ كړى، چې د دولتي او نړيوالو ځواكونو پرضد يې خيبر نومي عمليات پيل كړي دي.
د افغانستان په ختیځ کې دعامه نظم د دوه يمې ليوا قوماندان دا اعلان تش تبلیغات بولي؛ خو وايي، چې د وسلوالو طالبانو په وړاندې نوي عمليات نن يكشنبه پيل شول.
هغه زياتوي، د دوه يم پړاو ټاکنو د امنیت ټينگيدوته مو چمتوالی نیولی دى.
نوموړى همدا راز وايي، كه څه هم د وسله والو مخالفينو اكمالات ډېر شوي؛ خو د مخامخ جگړې توان نه لري.
له بلې خوا په ختيځ كې د عامه نظم سرتېري د چاوديدونكيو توكو او ماينونو د شنډولو د وسايلو نشتوالى خپله لويه ستونزه گڼي.
که څه هم د تېرو ټاکنو لپاره د افغان ځواکونو ښه چمتوالی په کوردننه او بهر وستایل شو؛ خو د دوه يم پړاو ټاکنو د امنیت په اړه د هېوا د تودوخې او وسله والو د نویو خوځښتونو په اړه د خلکو اندېښنې ډېرې شوې دي.

Trending

Exit mobile version