تازه خبرونه

په ننگرهار ولایت کې د داعش او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښتې شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ننگرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د زاوې په سیمه کې د داعش او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښتهشوې، چې په کې اووه وسلوال طالبان او پېنځه داعشيان وژل شوي دي.

د سیلاب قل اردو ویاند ډگروال نعمان هاتفي وايي، دا نښته تېره ورځ ناوخته شوې ده.

نوموړی زیاتوي، په وژل شویو کې د وسلوالو ډلو مهم قومندانان هم شامل دي.

هاتفي وايي، په پېښه کې  یوماشوم هم وژل شوی.

د خوږیاڼو ولسوال نعمت الله نورزی وايي، دغلته د تېرې یوې اوونۍ راهیسې د دواړو ډلو ترمنځ وقفيي نښتې روانې دي، چې په کې له دواړو ډلو لسگونه کسان وژل شوي او ټپیان دي.

له دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني رسنیو ته په ډاگه کړې وه، چې د ننگرهار ولایت په نازیانو، بټیکوت، شینوارو، غني خېلو ، خوږیاڼو او شېرزاد ولسوالیو کې داعیش ډله فعاله  ده.

د کورنیو چارو وزارت موندنې ښيي، چې داعیش اوس د کونړ، بدخشان او کندز د ځینو سیمو پر لور حرکت پیل کړی دی.

دفاع وزارت وایي، چې داعیش به په افغانستان کې د پښو ځای ونه مومي.

ویل کیږي، چې د سیمې استخبارات غواړي  د داعیش تر چتر لاندې خپل شوم پلانونه پلې کړي.

Trending

Exit mobile version