تازه خبرونه

په ننگرهار ولایت کې د پولیسو اکادمۍ پر استادانو چاودنه شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په ننگرهارکې دپولیسو اکادمۍ د ښوونکیو پریوه موټر دسړک غاړې چاودنې د پوليسو درې ښوونكي وژلي او دوه نور ټپیان ِدي.

امنیتي چارواکي وايي ښوونکي له جلال آباد څخه د حصارشاهي د پولیسواکاډمۍ ته په لار ول، چې گمرک ته څیرمه له دي برید سره مخ شول.

د ننگرهار د پوليسو قوماندانۍ د امنیت امر غلام رباني وايي:

چاویدونکي توکي په یوه زرنج موټرسایکل کې ځای په ځای شوي وه او کله، چې ورته دښوونکیو موټر ورنږدې شو چاودنه ورکړ شوه.

دی زیاتوي، په پېښه کې درې ښوونکي وژل شوي او یو بل ټپی دی.

دننگرهارمطبوعاتي دفتر وايي، دا یوځانمرگی برید و، چې له زرنج څخه په گټه تر سره شوی دی.

دوی زیاتوي، په دې برید کې درې ښوونکي وژل شوي او دوه نورټپیان دي.

عینې شاهدان هم وايي، چې یوه ځانمرگي خپل زرنج موټرسایکل له رینجر سره وجنگاوه.

په دې پيښه کې ملکي خلکو ته دسر زیان نه دی اوښتی؛ خو تورخمـ جلال آباد لویه لار د دوه ساعتونو لپاره د ترافیکو پرمخ بنده وه.

د پېښې مسوولیت وسله والو طالبانو په غاړه اخستی.

.

Trending

Exit mobile version