تازه خبرونه

په ننگرهار پوهنتون کې یوشمېر زدکړیالو ناقانونه لاسوهنې پیل کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

څه موده وړاندې د ننگرهار پوهنتون یوشميرزدکړیالو(محصلینو) د وسلوالو مخالیفنو تر بیرغونو لاندې د حکومت پرضدلاریون وکړاو ملي بیرغ یې څېرې کړ.

د زدکړیالو دې کار حکومت په غصه کړاو نهه ویشت محصلین یې له مخالفینو سره د لاس لرلو په تور ونیول.

له دې وروسته افغان ولسمشرننگرهار پوهنتون ته یو پلاوي وټاکه، چې مشر یې قمرالدین شینواری و.

ننگرهارپوهنتون ته داستول شوي پلاوي مشر قمرالدین شینواری وایي؛ څېړنو ښودلې، چې یو شمېرمحصلین د زدکړو په ځای نور کارونه کوي.

د ننگرهار پوهنتون دشرعیاتو پوهنځي ریيس عبدالمجید هدایت وايي، د جومات شورا په نوم یوشمېرمحصلینو په پوهنتون کې بل پوهنتون گوټی جوړ کړی او د خپلو شخصي گټو له پاره د پوهنتون په چارو کې ناقانونه مداخلې کوي.

نوموړي زیاتوي، د محصلینو ټولو حقونو ته ژمن يو؛ خو د هیچا شخصي غوښتنې د منلو وړ نه دي او حکومت دې د سرغړوونکیو مخه ونیسي.

دننگرهار پوهنتون رییس ببرک میاخیل وايي،مخکې ستونزې وې؛ خو له څلور میاشتو راهیسې پر محصلینو او د پوهنتون پراستادانو ټول قوانین پلې شوي اوهره ورځ د سمون پر لوري گام اخستل کیږي.

دننگرهار پوهنتون په دیارلس پوهنځيو کې شاوخوا ۱۵زره محصلین پرزده کړو بوخت دي.

وسلوالې ډلې او یوشميرسیاسي اشخاص هڅه کوي، چې په ننگرهار پوهنتون کې نفو ذ وکړي او له دې ځایه خپلې موخې تعقیب کړي.

خبریال:رحمت الله زیارمل.

 

Trending

Exit mobile version