سیمه ییز خبرونه
په ننگرهار کی د امنیتی ځواکونو او بریدگرو ترمنځ نښته پای ته و رسیده
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د ننگرهار امنیه قوماندانی ویاند حضرت حسین مشرقیوال وایی، نن سهار(د كب۲۹) شاوخوا پېنځه نیمې بجې 6 تنه ځانمرگى بریدکونکی، چې پرسپکو او درندو وسلو سمبال ول، د جلال آباد ښار په زړه کې د ولایت مقام اوشاهي ماڼۍ مخې ته، د پولیسو پرلومړۍ امنیتي حوزې ډله يیز برید کړی.
نوموړی زياتوي 3 ځانمرگو ځانته چاودنه ورکړی او دری نور د امنیتی ځواکونو لخوا وژل شوي دي.
د ننگرهار د مرکزی روغتون مشر همایون زهیر وايي، د پېښې له ځایه تراوسه شل تنه ټپیان او۴ جسدونه وروړل شوی دي.
د يادونې وړ ده، چې د حوزې ترڅنگ د ننگرهار ملي راډيو ټلویزون ودانۍ هم په دغه برید کې زیامنه شوې او وسایل یې ویجاړ شوي دي.