سیمه ییز خبرونه

په ننگرهار کې امنیتي ځواکونو زرلیتره تیزاب نیولي دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ننگرهار امنيه قوماندان مل پاسوال محمد شريف امين وايي:

د ننگرهار امنيتي ځواكونو تېرماښام د بهسودو ولسوالۍ په رينگ رود سيمه کې پنځوس بوشکې تېزاب، چې په یوه تیلر موتر کې ځای په ځای شوي ول نيول شوي دي.

نوموړي وايي:

له نیول شویو تیزابو سره په تړاو دوه تنه هم نیول شوي، چې دمگړۍ د امنیتي ځواکونو تر پوښتنولاندې دي.

مل پاسوال امين وايي:

له دغو تيزابو د هيروینو په جوړولو او چاودیدونکيو توکیو کې گټه اخيستل کیده.

نوموړى وايي:

په سیمه کې د قاچاقبرانو او ورنکارو پرضد پراخه هڅې پیل شوي، چې ورسره به په امنیتي حالت کې د پام وړښوالی راشي.

Trending

Exit mobile version