سیمه ییز خبرونه

په ننگرهار کې دوه ځانمرگوبریدونو مرگ و ژوبله اړولې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ننگرهار امنیه قوماندان فضل احمد شېرزاد وايي، سهار وختي د پنجشنبې په ورځ (دمرغومي۱۰) شاوخوا شپږنیمې بجې یوه ځانمرگي برید گر د پچیراگام ولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ په تر منځ سړک کې له یوه مزدا موټر څخه په گټه اخيستنه ځانته چاودنه ورکړه.

ښاغلى شېرزاد زياتوي، په دې برید کې دوه پولیس وژل شوي او درې نورټپیان دي.

نوموړي په ډاگه كړه، چې په ېيښه کې د ولسوالۍ او قوماندانۍ ودانۍ هم زیامنې شوې دي.

د ننگرهار امنیه قوماندانۍ یوې بلې امنیتي سرچینې ويلي، چې د پچیراگام پر ولسوالۍ په شوي ځانمرگي برید کې دوه پولیس وژل شوي او اته نورټپیان دی.

دې سرچینه زياته كړې ، چې د ولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ ډېرې برخې ویجاړې شوي او له برید وروسته وسلواله نښته هم شوې ده.

وسله والو طالبانود دې برید مسوولیت په غاړه اخستی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، یو تن بریدگر یو مزدا موټر له چاودیدونکيو توکو بارکړی و او د ولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ ترمنځ په یوه سړک کې یې ځانته چاودنه ورکړې.

دی زياتوي، په دې برید کې گڼ پولیس مړه او ژوبل شوي او له برید وروسته وسلواله نښته هم شوې ده.

د پچیراگام له برید دوه ساعته وروسته یوه بل ځانمرگي برید گر د جلال آباد ښار د بهسودو پله په سیمه کې د ولسي جرگې د یوه غړي فریدون مومند کورمخې ته ځانته چاودنه ورکړه.

د ننگرهارامنیه قوماندان جنرال فضل احمدشېرزاد وايي:

بریدگرغوښتل کورته دننه شي او ځانته چاودنه ورکړي؛ خو د پولیسو له پېژندو او ډزو وروسته یې هدف ته له رسیدو وړاندې ځانته چاودنه ورکړه، چې په کې یوازې بریدگر وژل شوی او بل چاته زیان نه دی اوښتی.

په پېښه کې یو جومات او د فریدون مومند کورهم زیامن شوی دی.

د جلال آباد د مرکزي روغتون مسوولین وايي، چې د پېښې له ځايه یو تن، چې په سیمه کې د یوه ښوونځی ښوونكی دی په ټپي حالت کې راوړل شوی او دمگړۍ یې روغیتايي حالت ښه دی.

د دې برید مسوولیت تراوسه کومې وسله والې ډلې رسنیو ته په غاړه نه دی اخستی.

د یادونې وړده، چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا ننگرهار ناامنه شوې دى. دغلته د تېرې یوې اوونۍ راهیسې لږ تر لږه هره ورځ جلال آباد ښار د یوې درندې چاودنې شاهد وي، چې ډېرکله په کې ملکي خلکو ته مرگ و ژوبله اوړي.

عام خلک وايي، ولایتي او امنیتي چارواکي د امنیت په خوندي کولو کې پاتې راغلي.

Trending

Exit mobile version