تازه خبرونه
په ننگرهار کې د دوه مهموقوماندانو په گډون ۱۱ طالبان وژل شوي
چارواکي وايي، افغان او بهرنیو ځواکونو د ننگرهار په بټيکوټ کې د دوه مهم طالب قوماندانو په گډون یوولس وسله وال وژلي دي.
د ننگرهار د پوليسو قوماندان جنرال فضل احمدشېرزاد وايي:
گډو ځواکونو د ننگرهار د بټيکوټ ولسوالۍ په مشواڼیو سیمه کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه هوايي او ځمکني عملیات کړي، چې د طالبانو د مرگ و ژوبلې ترڅنگ يو شمېر وسلې هم ترلاسه شوې دي.
نوموړی زياتوي، په دغو عملیاتوکې گډو ځواکوونو او ملکي خلکو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی.
د یو بل خبر له مخې د ننگرهار په کامه ولسوالۍ کې د قلم په نوم يوه سيمه ييزه راديو پر ماينونو الوځول شوې.
د یادې راديو مسوول انعام الله مياخېل وايي ناپېژانده وسله والو اوړمه شپه د راديو دودانۍ په څو برخو کې ماينونه ځاى په ځاى کړي او بيا يې ورته چاودنه ورکړې.
د نوموړي په وينا، په پېښه کې وداني ړنگه شوې او د راديو ټول وسايل له منځه تللي.
د ننگرهار والي ویاند احمد ضیاعبدالزي د دې پېښې پخلی کړي؛ خو وايي تر اوسه څرگنده نه ده، چې په پېښه کې د چا لاس دی.
قلم راد يوهره ورځ له غرمې وروسته څلور ساعته خپرونې درلودې.