تازه خبرونه

په ننگرهار کې هوايي او ځمکني عملیات شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

افغان گډوامنیتي ځواکونو تېر مازیگرناوخته د ننگرهارد بټيکوټ ولسوالۍ په څلورم فارم سیمه کې هوايي او ځمکني عملیات کړي.

د ننگرهار امنیه قوماندان فضل احمد شېرزاد وايي، دغوعملیاتو درې ساعته دوام کړی، چې په کې دیارلس تنه طالب وسله وال وژل شوي او له هغوی څخه لسگونه میله سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوي دي.

قوماندان وايي، په دغو عملیاتو کې گډو ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې په دې عملیاتو کې د دوی یوازې اووه ملگري وژل شوي او دوه ټپیان دي.

نوموړی وايي، د غلته له امنیتي ځواکونوسره درنده نښته او چاودنه شوې، چې له كبله یې گڼ شمېرکورني او بهرني سرتېري وژل شوي او ټپيان دي.

Trending

Exit mobile version