تازه خبرونه
په ننگرهار کې ځانمرگي ۲۹ تنو ته مرگ و ژوبله رامنځته کړې
شاوخوا نهه میاشتې وړاندې وسله والو مخالیفنو په اچین ولسوالۍ کې د عبیدالله شینواري یو ورور نیولی و، چې څو ورځې وړاندې د وسلوالو مخالیفنو له څو تنو سره تبادله او خوشې شو.
د پيښې عیني شاهد او دولایتي شورا غړی ذبیح الله زمری وایي، د برید پرمهال د وسلوالو مخالیفنو له بند څخه د خلاص شوي کس د خوښیو مراسیم روان ول، چې په کې دعصمت الله شینواري دوستانواو خپلوانو گډون کړی و.
د ننگرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي وايي، د لومړنیو معلوماتو له مخې د پيښې له ځای څخه د جلال آباد روغتون ته دیارلس مړي او دعبیدالله شینواري د پلار ملک عثمان په گډون شپاړس تنه ټپیان لیږدول شوي، چې په وژل شویو او ټپیانو کې ساتوونکي او د کورنۍ ځينې غړي هم شامل دي.
تراوسه د دې پيښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اختسي.